د کورسک والي الکساندر خنشتاين وايي، اوکرایني ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) په دغه سیمه کې د الګوف ښار په نښه کړ، چې په پایله کې یې یو کس ټپي شو.
د رویټرز د راپور له مخې، هغه ویلي چې برید د استوګنې یوې دوه پوړیزې ودانۍ ته سخت زیان اړولی دی.
باید وویل شي چې کورسک د روسیې یوه له هغو سیمو څخه ده چې اوکرایني ځواکونو يې د روان کال په اګست میاشت کې له یرغل وروسته یوه برخه ونیوله.
په همدې حال کې د کورسک والي وايي چې له دې برید وروسته د دې سیمې د دوو سیمو برېښنا پرې شوې ده.
هغه د ټېلېګرام په یوه پیغام کې لیکلي: «د دوی موخه د خلکو وېرول، ګډوډي، ترور دي ترڅو ماشومان د راتلونکي نوي کال څخه د خوند اخیستلو فرصت څخه محروم شي.»
د اوکراین پوځ په دغه ښار کې د اورلګېدنې د زیانونو خبر ورکړی او انځورونه یې خپاره کړي دي؛ خو په دې اړه يې چې د دې برید تر شا د چا لاس څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې الکساندر خینشټاین تېره اونۍ وویل چې په لوګوا کې د استوګنې پر ودانیو او نورو ځایونو د اوکراین د توغندیز بريد په پايله کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.