د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر اسعد حسن شیباني خپل اوکرایني سیال ته ویلي چې دمشق له کییف سره د ستراتیژیکو همکاریو هیله لري.
د رویټرز په وینا دا خبرې دمشق ته د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر آندري سیبها د سفر پر مهال شوې دي.
ښاغلي شیباني د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل: «زموږ او اوکراین ترمنځ به په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او علمي سطحو کې ستراتیژیکې ملګرتیاوې موجودې وي.»
هغه زیاته کړه، دا سمه ده چې د اوکراین خلک هم هغه ډول کړاوونه او رنځ لري چې د سوریې خلکو په ۱۴ کلونو کې زغملي دي.
په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل:« دا به له سوریې سره زموږ د ستراتیژیکو اړیکو او د اقتصادي همکاریو د نوي کولو لپاره یو سم ګام وي. زه ډیره هیله لرم چې د بشارالاسد وروسته به سوریه د نړیوالو قوانينو په داسې طريقه درناوی وکړي، چې بشارالاسد نشو کولای او نه یې غوښتل.»
له بلې خوا روسیې چې د سوریې د ګوښه شوي ولسمشر بشارالاسد کلک متحد دی، او هغه ته یې سیاسي پناه ورکړې، ویلي دي چې په دمشق کې د روسیې د پوځي تاسیساتو د برخلیک پر سر د دغه هېواد له نوي حکومت سره په اړيکه کې دی.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه هېواد د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ د کیيف د بشري پلان د یوې برخې په توګه سوریې ته د خوراکي توکو لومړنۍ کڅوړه چې په کې ۵٠٠ ټنه غنم شامل دي، لیږلې.