نړۍ

په غزه کې یو ماشوم د اسرائيلو تر محاصرې لاندې د سختې یخنۍ له امله مړ شو

اسراٸيلي ځواکونو تر محاصرې لاندې په غزه کې د جمعې په نوم یو نوي زیږېدلي ماشوم چې عمر یې تر یوې میاشتې زیات نه و، د سختې یخنۍ له امله مړ شو.

د دغه ماشوم پلار یحیی البتران رویټرز ته ویلي چې دوی د غزې په مرکز کې په یوه پنډغالي کې چې له څه مودې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی، د مرمیو له وېرې پناه اخیستې ده. خو د ژمي سختې یخنۍ او سخت باران د دوی ماشوم واخیست.

هغه وايي:«هغې (زما میرمن) ویل چې د جمعه د وېښه کړي؛ خو هغه له خوبه نه راویښ شو او ما د علي په اړه وپوښتل هغه وویل چې هغه هم نشو تللى. ما د جمعه پورته کړه، هغه سپینه شوې وه لکه واوره، لکه یخ، کنګل.»

په غزه کې ډاکټرانو ویلي چې یوه میاشتنۍ جمعه د هيپوترمي له امله مړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د دغه ماشوم په ګډون شپږ تنه فلسطينيان په غزه کې د يخنۍ له امله مړه شوي دي.

دغه خبری آژانس د ډاکترانو په حواله ويلي او زیاته کړې یې ده چې د مړ شوي ماشوم ورور علی تر جدي بېړنۍ مراقبت خونه کې دی.

د یادولو وړ ده چې د غزې د جګړې په دوهم ژمي کې په داسې حال کې چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي د هوا خرابوالي د سلګونو زرو تنو چې څو ځله بې ځایه شوي دي، رنځ کې زياتوالى راوستى دى.

په همدې حال کې اسراٸيلي چارواکي وايي، غزې ته يې د خوراکي توکو، اوبو، روغتيايي توکو او د سرپناه د موادو د لېږدولو زرګونه لاريو ته اجازه ورکړې ده.

خو نړیوالې مرستندویه ادارې وايي چې اسراٸيلي ځواکونو د مرستو رسولو مخه نیولې او بشري ناورین یې لا پسې زيات کړی دی.