افغانستان

ایران په تېر یوه کال کې تر ۷۰ ډېر افغانان اعدام کړي دي

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو ګراف د تېر کال په پرتله ډېر لوړ شوی چې نږدې درې سوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د قزل حصار په مرکزي زندان کې ډېری افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدامولو ګراف هر کال لوړ شوی، چې د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې په روان کال کې ۷۲ افغانان اعدام شوي دي.

تېره ورځ ایران د مشهد په مرکزي زندان کې د عبدالرحمن اسحاقزي او جلال ستانکزي په نوم دوه تنه افغانان د «نشه يي توکو او قصدي وژنې» په تور په اعدام محکوم کړل.

د ایران د بشري حقونو سازمان پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي دي چې په روان کال کې مرکزي زندانونه، قزل حصار، اصفهان، مشهد، زاهدان، شیراز، یزد او بندر عباس د افغان اتباعو د اعدامونو شاهدان وو.

په ایران کې د افغانانو اعدامول

٢٠٢٢ کال: ١٦ تنه

٢٠٢٣ کال: ٢۵ تنه

د ٢٠٢٤کال یوولس میاشتو کې: ٧٢ تنه

د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ښځې او ماشومان هم په اعدام شویو کسانو کې شامل دي.

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال پر طالبانو نیوکه کوي چې د افغانانو د حقونو لپاره یې څه نه دي کړي.

له دغو کډوالو څخه یو شمېر یې وايي چې د ایران په زندانونو کې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

په ایران کې یوه افغان کډوال آمو ته وویل: «د ایران په زندانونو کې ډېر افغان بندیان وکیل ته لاسرسی نه لري، ځکه له زندانه بهر هېڅوک نه لري چې دوسیې یې تعقیب کړي. هر زنداني وکیل ته د لاسرسي حق لري.»

بلخوا په ایران کې افغان کډوال ټینګار کوي چې دوی په ایران کې په بد وضعیت کې دي او په زور اېستل کیږي.

په ایران کې یوه افغانه کډواله رانا خالقي وايي:«په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی. هره ورځ کډوال اخراجوي، آن هغه کسان چې قانوني اسناد لري، او افغانستان ته په بېرته ستنېدو يې ژوند له خطر سره مخ کېږي.»

په ایران کې یو افغان کډوال وايي: «که طالبان د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي او حل یې کړي، د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي، د هغوی اړتیاوې پوره کړي او د خلکو رضایت ترلاسه کړي، کډوالۍ به کمه شي.»

د ایراني چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې په سلو کې پنځه شپیته بهرني بندیان افغانان دي چې د نشه يي توکو د قاچاق، غلا او له پولې د ناقانونه تېرېو په تور نیول شوي دي.

څلور میاشتې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د زندانونو د چارو ادارې ویلي وو چې د هېواد له پنځو تر شپږو زرو پورې اتباع په ایران کې بندیان دي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په وروستیو کالونو کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده؟

ځينې حقوق پوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د يوه مشروع او مسٶل حکومت نشتوالى د دې لامل شوى چې ايران له دې خلا څخه په استفادې سره په آزاده توګه د افغانانو په اعدامولو لاس پورې کړي.