افغانستان

د فرانسې د پارلمان غړې: طالبان هره ورځ ښځې او نجونې منزوي کوي

د فرانسې د پارلمان یوه غړې مود پټي د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان هره ورځ ښځې او نجونې په «منزوي» کوي څو چې «په بشپړه توګه» ورکې شي.

هغې پر اېکس په يوې ليکنې کې ويلي« د یوویشتمې پېړۍ په نړۍ کې دا ډول کار څنګه ممکن دی؟»

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي. نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ منع دي او پوهنتونونه يې هم تړلي دي.

د طالبانو د امربالمعروف قانون له مخې چې د طالبانو د مشر له خوا توشيح شوی، ښځې حق نه لري چې عامه ځایونو ته ولاړ شي، د ښځو غږ «عورت» بلل کیږي او باید په عامه ځایونو کې خبرې ونه کړي.

په دې وروستیو کې د طالبانو مشر امر کړی چې د ګاونډیو کورونو ته دې د کورونو کړکۍ خلاصې نه شي څو ښځې او نجونې ونه لیدل شي.

د بشري حقونو سازمانونو او کارپوهانو په ګډون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، په مکرر ډول د طالبانو په«ځپنونکې او سختي» پالیسيو نیوکه کړې دي.

د دوی په وینا، دا تګلارې د جنسیتي تبعيض یوه بڼه ده چې له ټولنیزو او عامه برخو څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیک وتلو لامل کیږي.