افغانستان روغتیا

یونېسف څه باندې ۴۷۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړي خواړه برابر کړي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، سږ کال یې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو ته روغتيايي خواړه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه معالجوي خواړه د ۳زره۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې برابر شوي دي.

د يونېسف د افغانستان څانګې پر اېکس ويلي، چې دا خواړه «د پروټین، غوړ، ویټامینونو او منرالونو باندې بډایه دي، د خوړو لپاره چمتو شوي درملو په توګه د شدیدې خوارځواکۍ سره مبارزه کې یو پیاوړی حل دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې له دې جملې څخه ۸۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په «حاد خوارځواکۍ» اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني د یوه بحران په توګه په خپرېدو ده.