افغانستان

د طالبانو ویاند: «قلمونه» زموږ د فعالیتونو د ستاینې لپاره «بند» دي

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو انځوز

د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي چې «قلم» د دغه وزارت د فعالیتونو له ستاینې« ډډه» کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو د دغه وزارت قوانین د ښځو د ځپلو وسیله ګڼي او په اړه يې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.

خیبر پر اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه ليکنه کې ويلي: «ممکن څوک لومړیتوبونه نه پېژني یا د بل چا درد او رنځ نه احساسوي. که هغه دا دوه ځانګړنې ولري، نو پوه به شي چې د امربالمعروف وزارت کوم پراخ معنوي خدمتونه کوي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د زمري په میاشت کې نوی قانون نافذ کړ چې له مخې یې پر ښځو سخت بندیزونه ولګول شو. د دغه قانون له مخې ښځې د حرکت له آزادۍ بې برخې شوې، او په هغو ځايونو کې له ګډون څخه منع شوٸ چې «نا محرم» نارینه پکې وي. همدارنګه په دغو قوانینو کې د ښځې غږ د «عورت» وګڼل شو.

راپورونه ښيي چې د دغه وزارت محتسبانو یوازې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۴۴ کسان نیولي دي. د آمو د هغه راپور له مخې چې د مرغومي په دويمه نېټه يې خپور کړ، دغه نیول د روان کال د ليندۍ له لومړۍ نېټې څخه د مرغومي میاشتې پورې تر سره شوي دي.

د هېواد اوسېدونکي وايي، طالبانو د دغه قانون د پلي کولو په پلمه د دوی بشري ازادۍ او هویت تر پښو لاندې کړی دی. د کابل يوه اوسېدونکې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل: «دا قانون يوازې د ښځو د محدودولو او د خلکو د ژوند د کنټرول لپاره جوړ شوى دى.»

د بشري حقونو سازمانونو د دغو قوانینو د تطبیق په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د بشري حقونو او فردي آزادیو سره په ټکر کې بللي دي.