افغانستان

د ملګرو ملتونو په مرسته نږدې ۱۹ زره کورنۍ په کلیو کې چرګان روزي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې دغه سازمان توانېدلی تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د چرګانو د روزنې په برخه کې له شاوخوا ۱۹ زره کورنیو سره مرسته وکړي.

د دې سازمان په وینا، د چرګانو روزنه له افغان مېرمنو سره د عايد ترلاسه کولو او خپلو کورنيو په تغذيه کولو کې مرسته کوي.

د دغه سازمان په اېکس پاڼه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۸زره۸۳۶ کورنیو سره د چرګانو، خوراکي توکو، واکسینونو او زده کړو له لارې مرسته وکړه.»

دغه سازمان ویلي دي چې سږ کال څه باندې ۵۵۷ زره چرګان واکسین شوي چې د کورنیو د تغذیې او د ښځو د ځواکمنتیا په برخه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کلیو کې یو شمېر ښځې تل د چرګانو او څارویو په پاللو ​​بوختې دي. کرنه او مالداري په کلیوالي سیمو کې د افغانانو د عاید لویه برخه جوړوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي وو چې د کرنې په برخه کې د شاوخوا شل زرو بزګرانو په روزلو بوخت دي.