د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپيان شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د دې پېښې په ټپيانو کې شپږ ماشومان او يوه ښځه شامله ده.
دغه پېښه د کابل – هرات پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ددغې پيښې ټپيان د درملنې لپاره دغزني ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي.