د جنوبي کوریا د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۹ تنو ته ورسېد. دا پېښه په جنوبي کوریا کې تر اوسه تر ټولو خونړۍ هوايي پېښه بلل کېږي.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د موآن نړیوال هوايي ډګر یوه الوتکه د کېناستو پر مهال د ځغاستليکې ووته او له دېوال سره له ټکر وروسته يې اور واخیست.
دغې الوتکې (سي-٢٢١٦ ٧) د ججو شرکت پورې اړه درلوده، چې د تایلینډ پلازمېنې بنکاک څخه سویلي کوریا ته د ١٧۵ مسافرینو او شپږو خدمت کوونکو سره يې پلان درلود چې د دې هېواد په سویل کې هوایي ډګر ته ښکته شي.
د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې د الوتکې دوه خدمتګاران ژوندي پاتې شوي او د ټپیانو درملنه روانه ده.
دا پېښه په جنوبي کوریا کې تر ټولو خونړۍ هوايي پېښه وبلل شوه او همدارنګه په تېرو درېیو لسیزو کې د دغه هېواد د یوه هوايي شرکت اړوند تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.
سیمه ایزو رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دوه انجن لرونکي بوینګ ٧٣٨-٨٠٠ الوتکه له ښکته کېدونکي څرخونو پرته ښکته کېږي او بېړۍ وړونکو تجهیزاتو له لګېدو وروسته دېوال سره ټکر کوي او په اور اخلي.
د موآن د اور وژنې مشر جونګ هیون وايي: «د الوتکې یوازې د ورستۍ برخې یو څه خپل شکل ساتلی دی، او پاتې برخه یې تقریبا د پېژندلو وړ نه ښکاري.»
هغه وويل، د الوتکې دوه خدمتګاران، چې په کې يو نارينه او يوه ښځه شامله ده، د الوتکې د سوځېدنې له برخې څخه ژغورل شوي دي. دوی سطحي او سخت ټپیان شوي او اوس په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
څېړونکي د الوتونکو احتمالي ټکر او د هوا شرایطو د احتمالي عواملو په توګه پلټنه کوي. یونهاپ خبري اژانس د هوايي ډګر د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي دا ډول ټکر د ښکته کېدو څرخونو کې د خرابۍ له امله رامنځته شوی وي.
دا د سویلي کوریا د هر هوايي شرکت لپاره تر ټولو بده پېښه وه ځکه چې په ١٩٩٧کال کې د دې هیواد الوتکې په ګوام کې ولویدې چې له ٢٠٠ څخه ډېر کسان پکې مړه شول. په جنوبي کوریا کې تر ټولو بده پېښه په ۲۰۰۲ کال کې د آيېر چینايي الوتکې غورځېدل وه چې ۱۲۹ کسان په کې مړه شول.