سویلي آسیا

په ځانمرګي بريد کې څلور پاکستاني امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى، چې په خيبر پښتونخوا کې په يوه ځانمرګي بريد کې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د«ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه برید د دېره – تنګ لارې پر یوه امنیتي پوسته شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې ځانمرګي بريدګر د کلاچي امنيه قومانداني د موټر په وسيله په نښه کړې، چې له امله يې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي او د پوليسو مرکز ته د پام وړ زيان اوښتى دى.

د دوی په خبره، وسله والو کسانو چې له یوه رېکشا سره یې ځانمرګي بریدګر تعقیباوه، په امنیتي پوسته یې ډزې وکړې. که څه هم امنیتي ځواکونو ځوابي برید وکړ، خو بریدګر په تېښته بریالي شول.

سرچينې زياته کړې، چې د ځانمرګي بريدګر له خوا کارول شوى موټر په اصل کې د خيبر پښتونخوا ايالت د مخابراتو او عامه چارو رياست و. دوی ویلي چې یاغیانو دغه دولتي موټر د ډسمبر په لسمه غلا کړی و.

ټپي امنيتي ځواکونه د درملنې لپاره د دېره اسماعيل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز پوليسو او امنيتي ځواکونو په دغه سيمه کې د بريد کوونکو د نيولو لپاره د پلټنې عمليات پيل کړي دي.