افغانستان

د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له پامه غورځولو له امله پر بلنکين د کانګرېس د غړي نيوکه

د امریکا د کانګرېس غړي ټیم بورچيټ د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر انتوني بلینکن نیوکه کړې چې د طالبانو پر وړاندې یې مقاومت له پامه غورځولی و.

نوموړي د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې وروستي برید ته په اشارې سره پر اېکس لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې د طالبانو پر وړاندې «هيڅ مقاومت» نشته.

د امریکا د کانګرېس دغه جمهوري غوښتونکي غړي ټينګار کړى چې د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ به بېرته خپل ځاى ته راوګرځي.

هغه لیکلي: «په ياد مې دي، د دې میاشتې په پیل کې چې انتوني بلینکن ماته وویل چې د طالبانو په وړاندې مقاومت نشته. زموږ د بهرنیو چارو وزارت به د (ډونلډ) ټرمپ تر رهبرۍ لاندې خپل دریځ ته راستون شي.»

د کابل ښار په پنځلسمه امنیتي حوزه کې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د شنبې د ورځې د چاودنې مسٶلیت د مقاومت جبهې په غاړه واخیست.

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې د دغې ډلې د یوه مشر په ګډون د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي او ټپیان دي.

ټیم برچيټ د روان کال په پسرلي میاشت کې د امریکا کانګرېس ته یوه طرحه وړاندې کړه او د دغه پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې راجع کړه چې له مخې یې طالبان یو «تروریستي سازمان» بلل کیږي. په دغه پلان کې د طالبانو پر ضد د سیاسي اپوزیسیون د یوه پلیټ فارم په توګه د ویانا د پروسې پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی.