افغانستان

په لغمان کې ديوې ترافيکي پېښې له پنځو تنو ژوند واخيست

په لغمان ولايت کې يوې ترافيکي پېښې له پنځه تنو ژوند واخيست او ١٧ تنه نور يې ټپيان کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولايت د مرکز مهترلام ښار دويمې امنيتي حوزې کې رامنځته شوه.

د دې پېښې لامل د یوه مرسیډیز موټر او دوو ريکشاوو ټکر بلل شوی دی.

په مړو شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده. ټپيان د درملنې په موخه د مهترلام روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز په فارياب ولايت کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او اووه تنه نور ټپيان شول. دغه پیښه هم نن سهار رامنځ ته شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په لویو لارو کې ترافیکي پېښو زياتوالى موندلى دى.