ملګري ملتونه وايي، نږدې ۴۰۰ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خپلو کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو اېکس پاڼه وايي چې هیڅ ماشوم باید په هغه کې چې بايد د خوندیتوب احساس وکړي، وېره ونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له حاکميت راهيسې ډېرې نجونې د جبري ودونو او کم عمره ودونو قرباني شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اکتوبر په میاشت کې راپور ورکړى و چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې ځوانې لوڼې واده کوي.
دغه سازمان پر اېکس د يوې ويډيو په خپرولو سره په افغانستان کې د ځینو کورنیو لپاره وضعیت یوه «زړه بوږنووکې کیسه» بللې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وچکالي او د اقلیم بحران په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو اصلي لاملونه بولي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر ماشومان د روغتیا، خوړو او زده کړو په ګډون بشري مرستو ته اړتیا ولري.