افغانستان

افغانستان لا هم د ماینونو له پلوه زیانمنونکی هېواد دی

انځور آرشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، له لسیزو شخړو او جګړو وروسته لا هم افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ځمکنیو ماینونو له امله سخت زيانمن شوی دی.

يوناما پر اېکس د یوې ویدیو په خپرولو سره لیکلي چې د چاودنو او ځمکنیو ماینونو پاتې شوني په دې هیواد کې د انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر وايي: «هره ورځ د چاودنو او ځمکنیو ماینونو پاتې شوني د انسانانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند، چې د قربانیانو اکثریت جوړوي، ګواښي.»

يوناما د ماین پاکۍ په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړى دى.

د روان هجري لمریز کال د لړم په میاشت کې د ماین پاکۍ موسسې هیلوټرسټ په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ماینونو د ککړتیا کچه تر ۶۵ کیلومترو مربع زیاته شوې ده.

د دې بنسټ په وینا، دا شمېره د ٢٠٢٢کال تر پایه شاوخوا ٥٣ مربع کیلومتره وه. دا ککړتیا تر اوسه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ثبت شوې ده.

دا راپور ښیې چې دا مهال د نړۍ ۶۰ هېوادونه د ماینونو د ککړتیا له ستونزې سره مخ دي.

افغانستان یو له هغو څلورو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو د ککړتیا کچه پکې لوړه ده.

په همدې حال کې دې سازمان تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي چې طالبان د ماین پاکۍ له خیریه موسسې هيلو ټرسټ سره کار کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د هغو ماینونو په ګډون چې له جګړې څخه پاتې دي، په نښه او پاک کړي.

د هيلو ټریسټ د پروګرامونو رٸيس کالم پیبلز ويلي، د دوى کارمندانو راپور ترلاسه کړى چې د لوی سړک لاندې په یوه پل کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي شتون لري.

د پلټنو پر مهال د طالبانو یوه غړي چې په سیمه کې موجود و، بم ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دا هغه څه دي چې ما اېښي وو.» بیا یې نورو ځایونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «موږ هغه هلته واچول، هلته او هغه ځاى.»