نړۍ

د جنوبي کوریا د الوتکې د لوېدو د قربانیانو شمېر ۱۵۱ تنو ته لوړ شو

د جنوبي کوریا د الوتکې د غورځېدو د قربانیانو شمېر ۱۵۱ تنو ته لوړ شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه الوتکه د موآن نړیوال هوايي ډګر ځغاستليکې ته د ښکته کېدو پر مهال له سقوط سره مخ شوه او اور یې واخیست.

د راپور له مخې، دغه پېښه نن د مرغومي په ٩نېټه هغه مهال رامنځته شوه چې د «ججو ایر» هوایی شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه له ټایلنډ څخه په سیمه ییز وخت د سهار په نهو بجو راولوېده. دا د جنوبي کوریا په یوه هوايي ډګر کې د ښکته کېدو په حال کې وه، چې له ځغاستليکې څخه منحرفه شوه او له دېوال سره له ټکر وروسته يې اور واخيست.

د راپور له مخې، په دې الوتکه کې د سپرلیو شمیر ۱۷۵ تنه چې شپږ تنه پکې د الوتکې خدمت کوونکو وو.

د دغې پېښې علت نه دی څرګند؛ خو د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، ممکن د الوتونکو د ټکر د الوتکې د غورځېدو لامل شوی وي.

د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې دا په تېرو درېيو لسیزو کې د سویلي کوریا د هوايي شرکت ترټولو بده پېښه ده چې په خونړۍ پېښې د بدلېدو په حال کې ده.