ځايي سرچينې له آمو سره په اړيکه کې وايي، چې په فارياب ولايت کې يوې ترافيکي پېښې له يوه تن ژوند واخيست او اووه نور يې ټپيان کړل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن سهار (د مرغومي ٩مه) د دولت آباد ولسوالۍ پر لويه لاره د دوو تېز رفتاره مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ويل کيږي طالبانو د پيښې له ساحې څخه تر څيړنې وروسته يو موټر چلوونکى نيولى دى.
په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښو زياتوالى موندلى چې په ترڅ کې يې ګڼو هېوادوالو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.
د چهارشنبې په شپه (د ليندۍ ۲۸مه) د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله تر ۵۰ ډېرو کسانو ژوند بايللى دى.