افغانستان

ملګري ملتونه: نږدې شل زره بزګرانو ته د کرنې روزنه برابره شوې ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، سږ کال یې د ۷۳۹ روزنیزو مرکزونو له لارې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره بزګرانو ته د کرنې په برخه کې روزنه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په وینا، دا عملي میتود بزګرانو ته د دوامداره کرنې طریقې معرفي کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اى او) د ۷۳۹ کرنیز مرکزونو له لارې ۱۹زره۵۰۰ افغان بزګران روزلي دي. دا عملي کړنلاره بزګران په دوامداره میتودونو سمبالوي او د دوی ظرفیت لوړوي.

کرنه او مالداري په کلیوالي سیمو کې د افغانانو د عاید لویه برخه جوړوي؛ خو يو شمېر کروندګرو په وار وار د کافي امکاناتو له نشتوالي شکايتونه کوي. د دوی په وینا د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له خپلو کروندو څخه په کافي اندازه حاصلات نه ترلاسه کوي.

له دوى يو شمېر د خپلو حاصلاتو د ذخیره کولو لپاره د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالی هم په هېواد کې د کرنې پر وړاندې ننګونې بولي.