د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه اندېښمن دی او له دواړو خواوو غواړي چې زغم څخه کار واخلي.
د هغه په وینا روسیه له دواړو خواوو غواړي چې د اختلافاتو د هواري لپاره رغنده خبرې اترې وکړي.
د تأس خبري اژانس د راپور له مخې، زاخارووا ټینګار وکړ: «مسکو د پاکستان او افغانستان په پوله کې د تاو تریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی، چې نه یوازې سرتیري بلکې ملکي وګړي هم په ډزو کې وژل کیږي. موږ له ښکېلو خواوو څخه غواړو چې زغم وښيي او په رغنده خبرو اترو کې برخه واخلي ترڅو ټولې شخړې په سوله يیزه توګه حل شي.»
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې د دغه هېواد یو سرحدي سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د «ډان» ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي، چې طالب ځواکونو د شنبې په سهار (د مرغومي ۸ مه) د خیبر پښتونخوا په بالاى کرم سیمه کې د پاکستان پر څو سرحدي پوستو بریدونه وکړل.
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له هوايي بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ ترينګلتيا زياته شوه ده.
طالبان وايي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي دي. خو پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۷۰ غړي په نښه شوي دي.
تېره ورځ د طالبانو تر ادارې لاندې ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د «شريره عناصرو» څو نقطې او مرکزونه په نښه کړي دي.
پاکستان په وار وار د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي؛ خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده. د ملګرو ملتونو یو راپور وايي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جنګیالي شتون لري.