د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې له کروندګرو سره د زعفرانو د کښت او پروسس په برخه کې مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره ويلي، چې د زعفرانو کښت د کورنیو د تغذیې او دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لاره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي: «دا له معیشت څخه ډېر دی، دا د کورنیو د تغذیه کولو او دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لاره ده.»
د روان کال د غبرګولي په میاشت کې په بلجیم کې د « ذائقې نړيوال انسټیټیوټ» د هرات زعفران د نهم ځل لپاره د «۲۰۲۴ کال غوره خوند» جایزه ګټونکې اعلان کړل.
دغه بنسټ ویلي چې د هرات زعفرانو د نړۍ د غوره پخلي کوونکو او داورانو د ډلې لخوا لومړی مقام خپل کړ.