ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بندر لانګه په ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د دغه هېواد د استخباراتو یو افسر ووژل شو.
د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې، د بندر لانګه د استخباراتو مشر د خپل موټر د درولو وروسته د ښکته کېدو پر مهال له یوه ځانمرګي بریدګر سره مخ شو.
سید مجتبی شهیدي په سر، مخ، غاړه او سینه کې برخو کې لګېدلى او مړ شوی دی.
په دغه پېښه کې دبندر لنګه دپوليسو داستخباراتو مرستيال هم په سر او مخ ژوبل شوى او سمدلاسه روغتون ته وړل شوى چې اوس يې جراحي عمليات روان دي.
د ایراني رسنیو په وینا، د انصار الفرقان ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.