اسراٸيلي ځواکونو د غزې په شمالي برخه کې په یوه روغتون کې چې دوی پرې د جمعې په ورځ (مرغومي ۷) برید هم کړى و، د لسګونو طبي کارکوونکو په ګډون تر ۲۴۰ ډېر کسان ونیول.
د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، د کمال عدوان روغتون د رٸيس حسام ابو صفيه د روغتيايي حالت په اړه اندېښمن دي، ځکه چې د جمعې په شپه د اسرائيلي پوځ له خوا خوشې شوي يو شمېر کارکوونکي وايي، چې هغه د پوځيانو له خوا وهل شوى دى.
د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې دغه روغتیايي مرکز د حماس د پوځي عملیاتو د قوماندې مرکز په توګه کارول کېده او نيول شوي کسان د پوځي ډلو په غړيتوب مظنونين دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، ابو صفیه له حماس سره د همکارۍ په شک د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی دی.
حماس د اسراٸیلو دا ادعا رد کړې چې ګواکې د غزې په پنځلس میاشتنۍ جګړه کې د دوی جنګیالیو له روغتیايي مرکز څخه د پوځي عملیاتو لپاره کار اخیستی او ویلي یې دي چې په روغتون کې هیڅ جنګیالي شتون نه لري.
حماس تر اوسه د ۲۴۰ کسانو د نیولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
حماس په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، له ملګرو ملتونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د غزې په شمالي برخه کې د پاتې روغتیايي مرکزونو د ساتنې لپاره سمدستي مداخله وکړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
حماس همداراز د ملګرو ملتونو د څارونکو څخه وغوښتل چې په غزه کې روغتيايي تاسیساتو ته خپل کسان کسان ولېږي ترڅو د دې تاسیساتو څخه د پوځي کارولو په اړه د اسراٸیلو ادعا رد کړي.
پر کمال عدوان روغتون برید چې د غزې په شمالي پولو کې یو له درېيو طبي مرکزونو څخه دى، په سیمه کې د وروستي لوی روغتيايي مرکز هم له کاره وغورځاوه.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د پروني بريد له امله سخت خواشيني شوي دي.
دغه سازمان ویلي دي: «د روغتیايي سیستم سقوط او د غزې په شمال کې له ۸۰ ورځو څخه زیاتې محاصرې په دې سیمه کې د پاتې ۷۵زرو فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی».
ځینې ناروغان د کمال عدوان روغتون څخه د اندونیزیا روغتون ته لیږدول شوي، چې غیر فعال هم دی او روغتيايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې ورسره یوځای شي.