نړۍ

په جنوبي کوریا کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ۲۸ کسانو ژوند بايللى

په جنوبي کوریا کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او دوه نور ژغورل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې الوتکه د جنوبي کوریا د موآن نړیوال هوايي ډګر له لارې څخه منحرفه شوه او له یوه دېوال سره يې ټکر وکړ.

د جیجو هوایی شرکت د الوتنې شمیره (سي١٧ ٢٢١٦) چې د ١٧۵ مسافرین او شپږ عملې پکې سپاره وو د ټایلنډ له پلازمېنې بنکاک څخه د سویلي کوریا په دغه هوایي ډګر کې د ښکته کېدو په حال کې وه.

د موآن د اور وژنې یوه چارواکي ویلي چې دوه مسافر ژغورل شوي او د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري.

چارواکي د ۲۸ تنو د مړينې راپورونه نه شي تاییدولی.

د هوايي ډګر یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.

د سیمه ییزو رسنیو لخوا خپره شوې ویډیو ښیي چې الوتکه پرته له دې چې د ښکته کېدو لپاره خپل څرخونه ولري د هوايي ډګر پر ښويېږي او بيا له يوه دېوال سره د ټکر په پايله کې اور اخلي او چاودنه کوي. نور عکسونه د الوتکې لوګي او اور ښیي.

د هوايي چلند د څارنې ویب پاڼې (فلاېټ رادار ٢۴) ویلي چې داسې ښکاري دا الوتکه بوینګ ٧٣٧-٨٠٠ ډوله وي.

د جنوبي کوریا موقت ولسمشر چوی سانګ موک، چې د جمعې په ورځ د سیاسي کړکېچ په ترڅ کې د پخواني ولسمشر له استیضاح وروسته د دغه هېواد د موقت مشر په توګه وټاکل شو، د ژغورنې د پراخو هڅو امر وکړ. د هغه دفتر اعلان وکړ چې د هغه د دفتر رٸيس بېړنۍ ناسته رابللې ده.

د ججو هوایی شرکت ویاند ويلي چې د هغه شرکت په دې اړه راپورونه څېړي.