افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي: د بشري حقونو په اړه د طالبانو د پالیسیو د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لرو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د امنیتي، سیاسي او بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د دې شورا غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د طالبانو د سیاستونو او کړنو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري. دوی د طالبانو له دې تګلارو څخه د ژر تر ژره د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې همداراز راغلي چې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی او طالبان باید د نورو ډلو له خوا د افغانستان خاورې د کارولو ته اجازه ورنکړي.

له بلې خوا د امنیت شورا د سولې لپاره د یوې سیاسي لارې نقشې پر جوړولو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بشپړ ادغام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړه؛ چې په کې يې د افغانستان د سياسي، امنيتي، ټولنيزو، اقتصادي او بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دې شورا غړو ویلي چې دوی د طالبانو د سیاستونو او کړنو پرله پسې په ځانګړې توګه پر بشري حقونو باندې منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري. دوی د افغانستان د راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنالرونکي او خوندي ګډون پر اړتیا ټینګار کړی او د باور جوړولو لپاره یې له طالبانو د دې سیاستونو د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «د امنیت شورا غړي د طالبانو د تګلارو او کړنو د دوامداره منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري چې د افغانستان د خلکو په سوله، ثبات او پرمختګ کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه برخمن کېدل اغېزمنوي. د امنیت شورا غړو د ۱۶۸۱ پرېکړه لیک په یادولو سره د دغه هېواد د راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنالرونکو او خوندي ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره له دغو سياستونو څخه لاس په سر شي.»

د امنیت شورا د هغو پالیسیو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې تر ډېره ښځې په نښه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله راحیل تلاش وايي: «دا یوه څرګنده مسله ده چې د طالبانو ترهګره ډله ښځې په نښه کوي او په ښکاره ډول یې له ټولنې څخه لرې کوي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ترهګري د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان خاوره باید د دغه ډول ډلو له خوا ونه کارول شي.

دغې شورا له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د خپلو هڅو د پياوړتيا لپاره عملي اقدامات وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ لپاره یو له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښ یا برید لپاره، د ترهګریزو فعالیتونو د تمویل یا پلان کولو لپاره، یا د ترهګرو د ساتنې او روزنې لپاره و نه کارول شي.»

د امنیت شورا غړو ویلي چې په افغانستان کې د ټولو اړخونو ترمنځ خبرې اترې، مشورې او پراخ تعامل، د سیمې او نړیوالې ټولنې په ګډون، د افغانستان د سیاسي حل لپاره مهم دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغوی ټینګار وکړ چې د افغانستان د اړوندو لورو، د سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې، مشورې او پراخ تعامل، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې د بهیر له لارې، د افغانستان د سیاسي حل لپاره او همدارنګه د سولې او ثبات لپاره مهم دي.»

خو د ځینو په باور، طالبان د افغانستان د مسالې د حل لپاره پر ټولګډونه خبرو هیڅ باور نه لري.

عارف رحماني، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی، وایي: «تېرو درې کلونو وښودله چې طالبان د سیاسي ګډون یا د سیاسي کثرت‌ګراۍ لپاره هیڅ اراده نه لري، نه غواړي له افغان ولس سره مدغم شي او نه غواړي واک ولس ته وسپاري.»

د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو ناقانونه قاچاق له لارې عايد لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د مالي سرچینې دي، هغه ډلې او غیر دولتي لوبغاړي چې د دې شورا په وینا د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دي.