افغانستان

سرچینه: طالبانو په هلمند کې د کډوالو چارو ریاست مشر او لس کارکوونکي نیولي دي

سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو د هلمند د کډوالو چارو ریاست ۱۱ تنه چې ډېری یې د تېر حکومت کارکوونکي وو، د اختلاس په تور بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړى لس کارکوونکي په بند محکوم شول او د دې رياست مشر الله داد انقيادي د واسطه له امله آزاد شو.

سرچينه زياتوي، چې د دې ادارې مشر هم تېره چهارشنبه د طالبانو تر ادارې لاندې د هلمند د محکمې د قاضي په حکم زندان ته ولېږدول شو.

خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان په کومو قضیو کې د «اختلاس» په تور زنداني شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په کراتو د طالبانو په محکمو کې قضايي سیسټم ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.