سرچینې آمو ته تاییدوي چې په کابل ښار کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.
سرچینه وايي، دغه چاودنه نن سهار (د مرغومي ۸ مه) د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د شیخ زاید روغتون مخې ته شوې ده.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالي او په پايله کې يې اړول شوي تلفاتو نه دي په ډاګه شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.