افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې نږدې ۴۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

انځور له آرشیف

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس له راپورونو څخه امو لخوا راټولې شوې دي، په تېره يوه اوونۍ کې (د مرغومي له ١-٧) ايران او پاکستان ٣٩٣ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دغو شمېرو له مخې، ایران په دې موده کې ۲۹۳ او پاکستان ۱۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري ادارې تر اوسه د روانې اونۍ د درېيو ورځو شمېرې نه دي خپاره کړي.

د دغو راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اوونۍ کې ۵۸ کورنۍ د تورخم له لارې او ۴۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په ورته وخت کې ۱۹۵ کورنۍ د اسلام کلا له پولې او ۹۸ نورې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان له دې وړاندې (د ليندۍ له ۲۳مې تر ۳۰مې) په یوه اونۍ کې ۳۳۲ افغان کډوالې کورنۍ شړلي دي.

د دغو شمېرو له مخې، په دې موده کې ایران ۲۲۰ کورنۍ او پاکستان ۱۱۲ کورنۍ په جبري او داوطلبانه توګه ایستلې دي.