نړۍ

د اذربایجان له نسکورې شوې الوتکې ژغورل شوي وايي چې له غورځېدو مخکې یې د یوې چاودنې غږ واورېد

په قزاقستان کې د غورځیدلې اذربایجاني الوتکې دوه سپرلۍ او د عملې یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د روسیې په جنوبي ښار ګروزني کې او د دوی اصلي ځای ته د رسېدو پر مهال یې د چاودنې یو لوړ غږ واورېد.

دا الوتکه د تېرې چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاٸو ښار ته څېرمه د جي-٢ ٨٢۴٣ په پرواز کې وروسته له هغه ولوېدله چې د روسیې په سویل کې په یوه سیمه کې د الوتنې له لارې چې مسکو په مکرر ډول د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په وړاندې د هوایی دفاع سیسټم کارووي، انحراف وکړ.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور ژغورل شوي دي.

په الوتکه کې یو مسافر له روغتون څخه رویټرز ته وویل: «له چاودنې وروسته، ما فکر کاوه چې الوتکه به نسکورېږي، څرګنده وه چې الوتکه څه نا څه خرابه شوې وه. ښکارېده چې ګډه وډه شوې وه، نوره هماغه الوتکه نه وه.»

هغه وايي چې د چاودنې له اورېدو وروسته يې په دعا پيل وکړ او د مرګ لپاره يې تيارى نيولى و.

د الوتکې یوه بل مسافر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هغه هم یو لوړ غږ واورېد.

یوه مسافر وفا شعبانوا وايي: «زه ډېره وېرېدم. بیا د الوتنې یو مامور راته وویل چې د الوتکې شاته لاړ شم.»

دواړو مسافرو ویلي، داسې ښکاري چې له چاودنې وروسته په کابين کې د اکسيجن په کچه کې ستونزه وه.

د الوتکې عملې زلفوګر اسدوف وویل چې په ګروزني کې د ځمکې ته ښکته کېدل منع شوي و، نو د همدې له امله پیلوټ شاوخوا څرخ وواهه چې په دې وخت کې له الوتکې بهر د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.