افغانستان

پاکستان په پکتیکا کې د هوايي بریدونو لامل «امنیتي ګواښونه» وبلل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په پکتیکا ولایت کې د سه شنبې په ماښام هوایي بریدونه تایید کړي او ويلي يې دي، چې دا بریدونه د «امنیتي معلوماتو» پر بنسټ او د «پاکستاني اتباعو په وړاندې د امنیتي ګواښونو» د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل:«پاکستان د خپلو خلکو د امنیت لپاره ژمن دی. دغه عمليات د افغانستان په سرحدي سيمو کې د امنيتي اطلاعاتو او د پاکستاني اتباعو په وړاندې د امنيتي ګواښونو له امله ترسره شول.»

د ډان نیوز د راپور پر بنسټ، تر دې مخکې د پاکستان امنيتي چارواکو د دغو بریدونو موخه په افغانستان کې د شکمن داعش وسله وال بللي وو.

خو طالبانو دغه بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې وزيرستاني کډوال په نښه شوي دي. د طالبانو په وینا په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پاکستان د دې عملیاتو د مرګ-ژوبلې او د مشخصو هدفونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

خو آغلې بلوچ د ډیپلوماسۍ په برخه کې د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري» او تل یې د دوه اړخېزو مسایلو د حل په توګه پر خبرو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې تایید کړه چې په دغه بریدونو کې په برمل ولسوالۍ کې وزیرستاني کډوالو په نښه شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. پرله پسې سرحدي شخړې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو په اړه مخ په زیاتېدونکي کړکېچ د دې ترينګلتيا اصلي عوامل دي.

پاکستان په وار وار پر طالبانو تور پورې کړی چې ټي ټي پي ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې دننه بریدونه وکړي؛خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جنګیالي لري.