افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶،۸ میلیونه څاروي واکسین شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، سږ کال یې په ټول افغانستان کې ۶،۸ میلیونه څاروي واکسین کړي دي.

دغه سازمان پر اېکس ليکلي، چې د دې کار موخه يې په هېواد کې د ميلیونونو خلکو د «معیشیت تضمین» دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، ۲ میلیونه غواګانې، ۳ میلیونه پسونه او وزې، ۸۰۰ زره شيدې ورکوونکې غواګانې او یو میلیون نور څاروی واکسین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د ژمي په موسم کې د هېوادوالو د بشري وضعیت او د خلکو د ژوند د خرابېدو خبرداری ورکړی و.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې د بودیجې د کموالي له امله به په افغانستان کې میلیونونه خلک په راتلونکي سخت ژمي کې د خوراکي توکو له مرستو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې سږ کال په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ويلي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو لګول شوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی چې په دغه هېواد کې یې د بشري وضعیت د ښه والي پر وړاندې ننګونې رامنځته کړې دي.