نن (پنجشنبه د مرغومي ۶مه) د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال ۴۵مه کالیزه ده. د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د همدې میاشتې په شپږمه نېټه د پخوانی شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان پوځي بريد پیل کړ. داسې برید چې د هېواد په معاصر تاریخ کې «توره ورځ» بلل کیږي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو دغه ورځ غندلې او د افغانانو په «جهاد او سرښندنو» ستاینه یې کړې ده.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د دې ورځې په مناسبت ټبنګار کړی چې «استبدادي، انحصارګر او ځان غوښتي رژیمونه » بقا نه کوي او ډېر ژر به د تاریخ برخه به شي.
دغه ګوند پر اېکس په یوه اعلامیه کې لیکلي: «ظلم، انحصار او استبداد به نتیجه ورنکړي او د اوسني مشروعیت له تشې څخه د وتلو یوازینۍ لار د خلکو د ارادې په اطاعت کې ده. ملتونه د استقلال، ازادۍ، عدالت، د قانون د حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ د سیاسي نظام تر سیوري لاندې هوساینې او سوکالۍ ته رسېږي.»
په همدې حال کې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دغه ورځ غندلې او ویلي یې دي چې دوی د افغانانو په جهاد او سرښندنو وياړي.
ياده دې وي، چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ۹ کاله په افغانستان کې پاتې شول او له خپل پلوه حکومت سره یې همکارۍ ته دوام ورکړ.
په داسې حال کې چې له هېواده د شوروي ځواکونو له وتلو څه باندې ۳۵ کاله تېر شوي؛ خو افغانستان لا هم سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات نه دی ترلاسه کړی.
کارپوهان د افغانستان د وروسته پاتې والي او د پرمختګ نشتوالی د زورواکانو استبدادي او سیاسي جریانونه بولي، چې له لسیزو وروسته يې لا هم پر دغه هېواد سیوري غوړولى دى.