افغانستان

عبدالکبیر: هیڅ وسله والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي

د طالبانو د رئیس الوزراء سياسي مرستیال عبدالکبیر

په داسې حال کې چې د آزادۍ جبهې، د مقاومت جبهې او داعش په ګډون د طالبانو وسله والې مخالفې ډلې وخت نا وخت د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د طالبانو پر پوستو او نورو اهدافو هدفي او وژونکي بریدونه کوي، د طالبانو د رٸيس الوزراء سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي، دوی په افغانستان کې «هيڅ وسله والې» ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ د خبرپاڼې پربنسټ، هغه د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل: «د افغانستان په خلاف درواغجن تورونه اړیکې خرابوی او تاوتریخوالی رامنځته کوی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل رحمان حقاني تېره میاشت (چهارشنبه، ليندۍ په۲۱) په کابل کې د کډوالو چارو په وزارت کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. یو برید چې داعش یې مسوولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې خلیل الرحمن حقاني یې هدف و.

له بلې خوا د طالبانو د رٸيس الوزراء د سیاسي دفتر مرستیال ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو په دفاع کې به ځنډ ونه کړي.

ښاغلی عبدالکبیر په داسې حال کې د افغان اتباعو د دفاع خبره کوي چې پاکستاني پوځیانو د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) ماښام مهال د پکتیکا ولايت د برمل ولسوالۍ په درېیو برخو بمباري وکړه چې د طالبانو په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه پکې ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول. خو د دوو ورځو او شپې په تېرېدو سره طالبانو تر اوسه د دغه برید په غبرګون کې کوم ګام نه دی پورته کړی او په کابل کې یې د پاکستان د سفیر په احضارولو بسنه کړې ده.

د طالبانو د رٸيس الوزراء سیاسي مرستیال همدا راز زیاته کړه چې دوی «د هیڅ لوري امر نه مني».

هغه په ​​داسې حال کې د نړۍ د غوښتنو د ردولو، چې هغه يې «نور» بولي، خبرې کړې دي، چې د طالبانو مشر په دې وروستيو کې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو زده کړې چې د دوى«وروستي هيلې» بلل کېدې منع کړې.

دغه بنديز د ملګرو ملتونو په ګډون له سختو کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوى او دغه سازمان ويلي، چې دغه بنديز به د هېواد پر روغتيايي سيسټم مستقيم اغېز وکړي او د ميندو او ماشومانو د مړينې شمېر به ډېر کړي، چې د وخت په تېرېدو سره به په هیواد کې جبري ودونه زيات کړي.

د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې د حق په ګډون د بشري حقونو تامینول، د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره مبارزه او د القاعده شبکې په ګډون له دغو ډلو سره د اړیکو پرې کول له طالبانو د نړیوالې ټولنې او هېوادونو له غوښتنو څخه دي.