د سوریې په ځینو ښارونو کې د ګزمې د مقرراتو له نافذیدو وروسته، د دغه هېواد موقت حکومت نن سهار اعلان وکړ چې د مخالفو ځواکونو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا برید د بشارالاسد د لیرې شوي حکومت ته وفادارو ځواکونو لخوا د طرطوس په څنډه کې ترسره شوی چې له دوو اونيو راهيسې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته په دې هیواد کې «تر ټولو پراخه ناکراری» بلل کیږي.
د سوريې نوي لومړي وزير محمد البشير ويلي، چې په دې پېښه کې چې هغه يې«د بشارالاسد د حکومت پاتې شوني» لخوا لس پوليس هم ټپيان شوي دي.
هغه په ټېلېګرام لیکلي: «هر هغه څوک چې د سوریې امنیت ته د زیان رسولو جرئت وکړي یا د دې هېواد د خلکو ژوند په خطر کې واچوي، وبه ځپل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې دولتي رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د هېواد پولیسو په حمص ښار کې د لاریونونو په اړه د ناکراریو وروسته چې د اوسېدونکو په وینا د علوي اقلیت او شیعه مسلمانانو لخوا رهبري کیږي د پوليسو شتون زيات کړى.
رویټرز ويلي، چې دوى سمدستي نشي کولای د لاریونوالو غوښتنې یا د ګډوډۍ کچه تایید کړي.
ځینو ځايي اوسېدونکو ویلي، دا لاريون په وروستیو ورځو کې د فشار او تاوتریخوالي په تړاو وه، چې د علوي اقلیت غړي یې په نښه کړل. دغه فرقه چې له اوږدې مودې راهیسې بشارالاسد ته وفاداره بلل کېده، د ډسمبر په اتمه د سني اسلامپالو یاغیانو له خوا نسکوره شوه.
د سوریې د نوي واکمن حکومت ويانديانو، چې د القاعدې سره تړلې د هيٸن التحریر الشام ډلې لخوا رهبري کېږي، سمدستي د ګزمې د بندیز په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.
د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې دغه ګرځبندیز د یوې شپې له پاره د ځايي وخت له ۶ بجو څخه د پنجشنبې د سهار تر ۸ بجو پورې نافذ و.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې نویو مشرانو په وار وار د لږکيو مذهبي ډلو د ساتنې ژمنه کړې ده. ځکه دوی وېره لري چې پخواني یاغیان چې اوس په واک کې دي، د اسلامي حکومت د محافظه کاره بڼې د پلي کولو په لټه کې وي.
په ورته وخت کې د سوریې سواحلو ته څېرمه په نورو سیمو کې چې د طرطوس په ګډون ډېری علوي لږکۍ پکې ژوند کوي، واړخ لاريونونه هم ترسره کړي دي.
دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې په ټولنیزو رسنیو کې يوه ويډيو له تاريخ پرته خپره شوه چې ښيي په حلب ښار کې په یوه علوي حرم کې اور لګېدلی او وسله وال کسان دننه ګرځي او د انسانانو جسدونو ته څېرمه عکسونه اخلي.