نړۍ

روسیې د اوکراین د انرژۍ تاسيسات او ښارونه په کروز او بالستیک توغندیو په نښه کړل

عکس از رویترز

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، روسیې د چهارشنبې په ورځ( مرغومي په پنځمه) په یوه «غیر انساني» برید کې د دغه هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو او ځینو ښارونو د کروز او بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

رویټرز د اوکراین د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې لږ تر لږه یو کس په دنیپروپتروفسک سیمه کې وژل شوی او په خارکیف کې شپږ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د امریکا له دفاع وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې له کییف سره نوې پوځي مرستې وکړي.

رویټرز وايي، د خارکیف په سیمه کې نیم ميلیون خلک له د تودوخې له صفر څخه څو درجې يخنۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په پلازمېنه کیيف او نورو ځایونو کې هم تياره حاکمه شوې ده.

جو بایډن وویل: « نن، پوتین په قصدي توګه د برید لپاره کرېسمس غوره کړ، له دې نور څه غیر انساني کېدی شي؟ د بالستیک توغندیو، او له سلو څخه ډېر يرغليزو بې پیلوټه الوتکو په ګډون له ٧٠ څخه ډېر توغندي.»

د روسیې د دفاع وزارت تایید کړې، چې د انرژۍ په مهمو تاسیساتو باندې یې«لوی برید» کړی چې د کییف د «پوځي-صنعتي کمپلکس» کار ملاتړ کوي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د برید هدف ترلاسه شو. ټول تاسیسات زیانمن شوي دي.»

په همدې حال کې د اوکراین پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاع د چهارشنبې په شپه او ورځ کې ۵۹ روسي توغندي او ۵۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د امریکا ولسمشر چې راتلونکې میاشت به يې ډونلډ ټرمپ ځای ناستی وي، وویل چې «د برید موخه په ژمي کې تودوخې او بریښنا ته د اوکراین د خلکو لاسرسی بندول او د دې شبکې امنیت له خطر سره مخ کول دي».