نړۍ

د سوریې عیسویانو د تحریرشام اسلام پالې ډلې له واک ټینګښت وروسته د لومړي ځل لپاره د کرېسمس په مراسمو کې ګډون وکړ

په دمشق کې د ليډي کلیسا

د سوریې عیسویانو د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو او د تحریرشام اسلام پالې ډلې له واک ټینګښت وروسته د لومړي ځل لپاره د کرېسمس په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مراسم د دغه هېواد د خلکو د حقوقو د ساتنې لپاره د نویو اسلامپالو واکمنانو د ژمنو لومړۍ ازموینه بلل کیږی.

خو د رویټرز د راپور له مخې، دا مراسم د عیسویانو پر ځایونو د تاوتریخوالي د اندېښنو له امله د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شول او د سوریې د اوسني واکمن تحریر الشام ډلې څو پوځي موټرونه د کلیسا شاوخوا ولاړ وو.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د لیډی کلیسا چوکۍ د ځوانانو او زړو کسانو له ډلو ډکې وې چې شمعې او سندرو یې په دغه کلیسا کې انګازې کولې.

په همدې حال کې دغه خبری آژانس وایی چې له دغو مراسمو څو ساعته مخکې په سلګونو لاريون کوونکو په دمشق کې هغې پېښې د غندلو لپاره راټول شوی وو چې سوریې په لوېديځ کې د حما ولایت په شمالی څنډه کې د کرسمس ونې ته اور واچول شو.

لاريونوالو د لرګین صلیبونه په لاس کې وو، او «موږ ستا عسکر یو، عیسی»، « وینه او ژوند مو د عيسى قربان» او «د سوریې خلک یو دي» شعارونه يې ورکول.

د لاریونوالو له ډلې څخه لیلا فرکوه وویل، دوی د خپلو حقونو د غوښتلو او د کرېسمس د ونو سوځول او پر کلیساګانو بریدونه غندي او دوی دا کار نه مني.