افغانستان

طالبانو په پکتیکا ولایت کې دوه تنه په درو ووهل

انځور له آرشیف

په پکتيکا ولايت کې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام، دوه تنه په درو ووهل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د زنا په تور نیول شوي، چې یو یې په ۳۹ دورو او پنځه کاله بند او بل یې په ۲۹ دورو او دوو میاشتو بند محکوم شوی دی.

طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د دغو دوو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۶۰ کسان په درو وهلې دي.

په خلکو کې د دې مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو دغه کړنې له بشري حقونو او انساني کرامت ښکاره سرغړونه بللې او د ژر تر ژره د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو ټینګار کړی چې په عام محضر کې په درو وهل او نور جسمي مجازات د بشري حقونو د نړیوالو اصولو د سرغړونې سربېره د قربانیانو او سیمه ییزو ټولنو لپاره پراخې رواني او ټولنیزې پایلې لري.

دغو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو لا زیات فشار راوړي، څو د دغو کړنو مخه ونیسي او په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.