نړۍ

د آذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي دي

د آزربایجان د هوايي شرکت یوه «امبرایر ۱۹۰» ډوله الوتکه چې له باکو څخه روسیې ته روانه وه، د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتاو ښار ته څېرمه نسکوره شوه.

د قزاقستان د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان شوي چې په هغو کې دوه ماشومان دي.

دغې الوتکې د اکتاو له ښار څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې د بېړنۍ ناستې هڅه کړې؛ خو دا هڅه يې په ناورين پاى ته رسېدلې ده.

د بې پیلوټه الوتکې د پېښې ځای عکسونه امبولانسونه او د قربانیانو پاتې شوني ښیي.

قزاقي چارواکي وايي، د پېښې د علت د څېړلو لپاره یې یو حکومتي کمېسیون جوړ کړی او د دغه کمېسیون غړي یې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره سیمې ته استولي دي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اېف چې د پېښې پر مهال په یوه سرمشریزه کې د ګډون لپاره په روسیه کې و، د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته ستون شوى دى.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه سره په ټېلېفوني اړيکه کې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: «له بده مرغه د اذربایجان ولسمشر الهام علي اېف اړ شو چې سینټ پیټرزبورګ پریږدي. پوتین مخکې هم هغه ته زنګ کړی او په اکتاو کې د آذربایجان د الوتکې د غورځېدو له امله یې خواخوږي څرګنده کړې ده. موږ له هغو کسانو سره ژوره خواخوږي څرګندوو چې په دې پېښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او ټولو ژوندي پاتې شویو ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.»

لومړنۍ څېړنې ښيي چې له الوتکې سره د مرغۍ ټکر ښايي د پیلوټ د بېړنۍ ناستې لامل وي.

خو د قزاقستان او اذربایجان چارواکي د تخنیکي ستونزو په ګډون ټول امکانات څېړي.