افغانستان

طالب وياند: په پکتيکا کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريد کې ۴٦ تنه وژل شوي دي

د پکنیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د هوايي برید انځور

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره ورځ (د مرغومي ٤مه) د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴٦ کسان وژل شوي دي.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي، پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار کړی او په دغو بریدونو کې ۶ تنه نور چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

دبرمل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دغه اژانس ته ويلي چې په دغو بريدونوکې ديوې کورنۍ ١٨ تنه هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي برید

تر دې وړاندې د هېواد په ختیځ کې د پکتیکا ولایت سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او د زیاتو تلفاتو احتمال شته. دغه سرچینې وايي چې په دغو بریدونو کې د سیمې د اوسېدونکو څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت ویلي چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي او غچ به یې واخلي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې پاکستاني پوځیانو د سه شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې «یو شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې وزیرستاني کډوال دي» په نښه کړي دي.