طالبانو په هرات ولایت کې په خصوصي ښوونیزو کورسونو کې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
په هرات کې د طالبانو د پوهنې رئیس د مرغومي په څلورمه نېټه په یوه لیک کې ویلی چې د هبت الله آخندزاده د فرمان پر بنسټ په خصوصي تحصیلي کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړه تر راتلونکې خبرتیا پورې منع ده.
دا ليک د ښوونکو د مسلکي ودې ریاست، د انجیل ولسوالۍ د پوهنې ریاست، د ګذرې ولسوالۍ د پوهنې ریاست، د طالبانو د استخباراتو ریاست او د تعلیمي مرکزونو اتحادیې ته استول شوی دی.
دغه طالب چارواکي د هرات د پوهنې له رياست څخه په جدي توګه د دغه بنديز د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
په هرات کې نجونې وايي، چې هره ورځ د طالبانو له خوا د بندیزونو د ډېرېدو شاهدې دي. دوی د دغه وضعیت پر وړاندې د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کوي او وايي چې نړیواله ټولنه یوازې د دغو بندیزونو ننداره کوي.
د طالبانو دا نوې پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي، چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو ښوونځيو ته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی. ښځې همداراز په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع شوې دي.
تازه، یوه میاشت وړاندې طالبانو همداراز په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د طالبانو دغه کړنې له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې دي.