د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هغه د تاجکستاني سيال امامعلي رحمان نن (سه شنبه د مرغومي ۴مه) د افغانستان پر وضعيت خبرې کوي.
د روسیې د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه غونډه او بحث به د دغه هېواد په لیننګراد ښار کې ترسره شي.
د دې راپور پر بنسټ، د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف وايي: «زموږ ولسمشر به د ډسمبر په ٢۴ (د مرغومي په ۴) شپه د لیننګراد په اى اېف سیمه کې د اېګورا تفریحي کمپلکس کې د تاجکستان له ولسمشر رحمان سره وګوري.»
د روسیې د ولسمشر د مرستیال په وینا، د کډوالۍ مسٸله د دې خبرو بله مهمه موضوع ده.
یوري اوشاکوف زیاتوي: «د کډوالۍ پر مسٸلې به خبرې وشي. ولسمشرانو لا دمخه په دې اړه هوکړه کړې او {ویلي يې دي} په انفرادي ډول سره به وویني ترڅو زموږ د هېواد پر اوسني وضعیت په ارامه فضا کې خبري وکړي.
ښاغلی اوشاکوف وايي، د دوه اړخېزو اړیکو او همداراز د سیمه ییزو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه خبرې د دې خبرو لومړیتوب دی.
دغه خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې اترې به سېنټ پیټرزبورګ ته څېرمه د لیننګراد په سیمه کې د اېګورا کمپلیکس کې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده چې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو غير رسمي دوديزه غونډه او د اوراسيا د سترې اقتصادي شورا غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په دغه سيمه کې جوړه شي.