افغانستان

طالبان: د پاکستان ځانګړي استازي له سراج الدین حقاني سره د دوه اړخېزو اړیکو د ستونزو پر حل خبرې کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره د پاکستاني پلاوي د لیدنې انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره له طالبانو سره د اسلام آباد په اړیکو کې د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

طالبانو په دې کتنه کې د ښاغلي صادق په حواله ويلي:« موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او خلکو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په ګډو هڅو سره حل کړو.»

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، سراج الدین حقاني له ښاغلي صادق سره په کتنه کې وویل:« اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې زیاتې شي څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو مخه ونیول شي او د سيمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.»

طالبان وايي، د دې ناستې په پای کې دواړو لورو د اړیکو د ښه کولو لپاره د همکارۍ او تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر

له سراج الدین حقاني سره د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق ناسته کابل ته له رسېدو وروسته د دغه پلاوي لومړۍ ناسته ده.

که څه هم د پاکستان ځانګړي استازي مخکې پر اېکس لیکلي وو چې د دوه اړخېزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی؛ خو د سراج الدین حقاني سره د هغه لومړۍ ليدنه هم د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د اسلام آباد او طالبانو تر منځ له ترينګلو اړيکو وروسته دا د يوه پاکستاني پلاوي لومړى سفر دى او د خپل ماموريت له پيل وروسته کابل ته د ښاغلي صادق لومړى سفر دى.

د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو خړپړتیا

پر افغانستان د طالبانو له واک ټينګښت وروسته په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي پي پي د فعالیتونو او بریدونو پراخېدل د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا له اغېزمنو عواملو څخه دی.

د پاکستان د لومړي وزیر او دفاع وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو له دې مخکې ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان خوندي پټنځایونه لري او هغوی د طالبانو په ملاتړ هلته خپل بریدونه تنظیموي.

خو طالبانو پخوا د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو، چې دوی له دې ډلې ملاتړ نه کوي او په پاکستان کې يې د تاوتریخوالي وروستى زیاتوالی د دغه هېواد «کورنۍ مسله» بللې وه.