افغانستان

د طالبانو امربالمعروف محتسبينو په یوه میاشت کې تر ۴۰ ډېر کسان نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو انځوز

د آمو موندنې ښيي چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبينو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ کسان په بېلابېلو تور نیولي دي.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا خپرې شوې دي، دغه کسان د هجري لمریز کال د وږي له لومړۍ نېټې څخه د مرغومي میاشتې تر لومړۍ نېټې نیول شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف محتسبينو دغه کسان د «اخلاقي فساد، قمار، کوډو، نامشروع اړیکو او د شریعت خلاف کړنو» په تور نیولی دی.

د هېواد اوسېدونکي وايي چې طالبانو د خپل امربالمعروف قانون د پلي کولو په پلمه د دوی ټولې بشري آزادۍ او هویت تر پښو لاندې کړی دی.

د يادو شمېرو پر بنسټ، کندهار، پکتيا، خوست، غزني، کابل، پروان او ننګرهار هغه ولايتونه دي، چې په تېره يوه مياشت کې تر ټولو ډېر کسان پکې نيول شوي دي.

د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون چې د طالبانو لپاره اساسي قانون ګڼل کېږي، له توشيح وروسته د هېواد د اتباعو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي او لیدل شوي چې طالبانو په څو ولایتونو کې د دغه قانون ځینې مادې په ځانګړې توګه د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو هم بندیز عملي کړى دی.

د طالبانو لخوا د امربالمعروف قانون له مخې د ژونديو موجوداتو د انځور په خپورلو بنديز په کندهار کې د وږي په ١٤مه، په ميدان وردګ کې د وږي ٢١مه، په تخار کې د تلې له ٢٢مې، د لړم له ٢٢مې په هلمند، د لړم له لومړۍ نېټې څخه په بادغيس کې او د لړم له ٢٢مې راهيسې په ننګرهار کې عملي شوى دى.

خو د هېواد اوسېدونکي له دوی سره د طالبانو چلند «ظالمانه» ګڼي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «د طالبانو سختي ورځ تر بلې زیاتېږي او موږ له محرم پرته له کوره نه شو وتلای. دې وضعیت زموږ لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.»

د کابل يوه بله اوسېدونکٸ وايي: «کله چې موږ له کوره ووځو، د طالبانو امربالمعروف محتسبين پوښتنه کوي چې ستاسو محرم چېرته دی او ولې داسې جامې اغوندٸ؟ هره ورځ زموږ په وړاندې بندیزونه زیاتیږي او موږ نشو کولی یوازې له کوره ووځو.»

د بشري حقونو د فعالانو په وینا، طالبانو له درېیو کالونو راهیسې د افغانانو پر وړاندې تر ټولو سخت بندیزونه او مجازات پلي کړي دي. هغه څه چې د طالبانو له نظره«د شریعت، د بشري حقونو له اصولو او د بشري ارزښتونو خلاف» ګڼل کېږي.