نړۍ

د امریکا د سمندري ځواکونو دوه پیلوټان ​​په سور سمندر کې په دوستانه ډزو په نښه شول

په سور سمندر کې د جنګي الوتکو انځور

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو دوه پیلوټان ​​د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ٢) په یوه پېښه کې چې د «دوستانه ډزو» په توګه ياده شوې په سور سمندر کې په نښه شوي. دا پېښه په یمن کې د حوثيانو پر ضد د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه کال په موده کې تر ټولو جدي پېښه بلل کېږي.

د امریکا د پوځ په وینا، دواړه پیلوټان ​​له خپلې الوتکې څخه په بېړنۍ توګه په وتلو بریالي شوي او ژوندي وژغورل شوي دي. خو یو تن یې لږ ټپي شوى دى.

دا پېښه په سور سمندر کې مخ پر ودې خطرونه په ګوته کوي؛ په ستراتیژیکو اوبو کې چې په سوداګریزو کښتیو باندې د ایران پلوه حوثي ځواکونو د بریدونو له امله تاوتریخوالی ډیر شوی.

دغه بريد په سیمه کې دامریکا او اروپا د پوځی ځواکونو له شتون سره سره د دغې اوبو ييزې لارې د ساتنې لپاره دوام لري.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، دا پېښه په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې رامنځته شوې ده. په همدې حال کې، مرکزي قوماندې د ټاکل شوي ماموریت په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او سمدستي یې د اسوشېټېډ پرېس پوښتنو ته ځواب نه دى ويلى.

د مرکزي قوماندې د بیان له مخې، دا الوتکه چې اېف/اى-١٨ وه، د الوتکې وړونکي بېړۍ يو اېس اېس هیري اېس. ټرومن، چې په سیمه کې موقعیت لري، پورته شوې وه. دا کښتۍ د ډسمبر له ١۵ راهیسې په منځني ختیځ کې ده ، خو په سره سمندر کې د هغې کره ځای څرګند شوی نه و.

مرکزي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل: «د لارښود توغندیو کروزر يو اېس اېس ګیتسبرګ چې د يو اېس اېس هیري اېس. ټرومن یوه برخه ده. په ​​تېروتنې سره په اېف/اى-١٨ په نښه کړه او پر هغې يې ډزې وکړې.»

دې پېښې یو ځل بیا په داسې سیمه کې د عملیاتو د ننګونو په اړه چې له ګڼو ګواښونو سره مخ دي، د دولت له ملاتړه برخمنو ملېشو څخه نیولې د متحدو ځواکونو تر منځ تېروتنو سره مخ ده اندېښنې راپورته کړې دي.