د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت وزارت وايي چې د ۴۰ مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ مخه یې نیولې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه موټر د «تخنیکي ستونزو» له امله درول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کار موخه د مسافرو خوندیتوب او د موټرو معیاري کول بلل شوي دي.
ترافیکي پېښې
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل-کندهار پر لويه لاره دوه ۵٨٠ ډوله مسافر وړونکي موټر د ګازو له دوو ټانکرونو سره ټکر وکړ، چې په پايله کې يې د طالبانو په وينا، ۵٢ تنه مړه او شاوخوا ٨٠ نور ټپيان شول.
دغه دواړه پېښې (چهارشنبه د چنګاښ ۲۸ مه) غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د يادې لویې لارې په اوږدو کې له یو بل څخه ۱۵ کیلومتره واټن کې رامنځته شوې وې.
طالبانو له دوو ترافيکي پېښو وروسته د دوو مسافر وړونکو شرکتونو فعاليتونه ودرول.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ټرانسپورت وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ د ليندۍ په ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه پرېکړه له هغې بېړنۍ غونډې وروسته وشوه، چې د دغه وزارت د سړکونو او ټرانسپورټ وزیر عبدالسلام حیدري او د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي مرستیال او د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافیکو د عمومي ریاست استازي په حضور کې جوړه شوې وه.