نړۍ

روسیې اوکراین ته د برېټانيا لخوا د جي٧ ډلې پور ورکول د «درغلۍ طرحه» وبلله

عکس له رویټرز

په لندن کې د روسیې سفارت د انګلستان لخوا اوکراین ته د ٢ ميلیارده پونډو څخه ډیر پلان شوي لېږد چې د ٢.۵ ميلیارد ډالرو معادل کېږي او د روسیې د کنګل شوي شتمنیو د يوې برخې لخوا ملاتړ کیږي د جي ٧ډلې ستر پور د« درغلۍ طرحه» وبلله.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د روان کال په جولای میاشت کې د برېټانيا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا په ګډون د جي ٧ ډلې مشرانو د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره چيرې چې د روسیې ډیری شتمنۍ د جګړې په پایله کې کنګل شوي، پر دغو پورونو هوکړه وکړه.

برېټانيا د روان کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې اوکراین ته به ۲.۲۶ میلیارده پونډه پور ورکړي چې د جي ٧ډلې لخوا د روسیې د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ پر مټ ملاتړ کیږي، د وسلو په اخیستلو او د ویجاړو شویو زیربناوو په بیارغونه کې مرسته کوي.

خو په لندن کې د روسیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ: «موږ د برېټانيوي چارواکو هڅې له نږدې تعقیبوو چې په اروپايي اتحادیه کې د روسیې د دولتي شتمنیو کنګل شوي عاید ضبطولو لپاره د درغلیو د طرحې د پلي کولو په هڅه کې دي.»

په همدې حال کې د برېټانيې د دفاع وزیر جان هیلي ویلي دي چې دا پیسې به یوازې د اوکراین د پوځ لپاره وي او کېدای شي د هغو بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې ولګول شي چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د انتقال وړتیا ولري.

خو په لندن کې د روسیې سفارت وايي: «پراخه تقنیني درغلۍ نشي کولای د دې ترتیب غیر قانوني ماهیت پټ کړي.»

تیره اونۍ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د جي ٧ ډلې لخوا د متحده ایالاتو له ونډې ۵٠ ميلیارد ډالرو پورونو سپارل «ساده غلا» وبلله.