نړۍ

د سوریې کرد ډله د سوریې له تحريري شام سره مقابلې په هڅه کې ده

په سوریه کې د یاغیانو د پوځي موټر انځور

په داسې حال کې چې دمشق د بشار الاسد د حکومت له نسکورېد وروسته انقرې ته نږدې د الشام کمېټې له خوا اداره کیږي، یو لوړ پوړي لوېدیځي ډیپلومات ویلي دي چې د سوریې اصلي کردان د دې ډلې د مخنیوي هڅه کوي.

رویټرز د دې لویدیځي ډیپلومات او دوو شنونکو په حواله راپور ورکړی چې په سوریه کې د کردانو اصلي ډلې په دیارلس کلنې جګړې کې د سیاسي لاسته راوړنو د ساتلو په لټه کې دي.

د یادولو وړ ده چې کردان چې په عراق، ایران، ترکیه، ارمنستان او سوریه کې د يوملته توکمونو برخه ده، تر اوسه د سوریې د جګړې د څو ګټونکو په ډله کې دي او د دغه هېواد پر نږدې څلورمه برخه کنټرول لري.

له بلې خوا کردان په سوریه کې د یوې ځواکمنې وسله والې ډلې مشري کوي چې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا له خوا ملاتړ کېږي.

د دغه راپور له مخې اوس د بشارالاسد د رژيم له نسکورېدو وروسته د قدرت د انډول له بدلون سره د سوريې کرد ډلې په دغه هېواد کې د قدرت له نوي سياسي جوړښت څخه په شا کېږي.

له بلې خوا، د ترکیې لپاره، کرد ډلې د دې هېواد ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. انقره دا ډلې د کردستان د کارګر ګوند (پي کى کى) پراختيا ګڼي، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې یې د ترکیې د حکومت پر ضد پاڅون کړی او پي کى کى د ترکیې، متحده ایالاتو او نورو قدرتونو له خوا یوه«ترهګره» ډله پېژندل کېږي.

په متحده ایالاتو کې د پیړۍ نړيوال مرکز همکار آرون لوند وویل، د سوریې کردي ډلې «په ژور او تر ټولو ژور مصیبت کې دي.»

دغه خبري اژانس وايي، په سوریه کې توازن په بنسټیزه توګه د ترکیې په ملاتړ یا د ترکیې د متحدو ډلو په ګټه بدل شوی او ترکیه هوډ لري چې له دې حالته پوره ګټه واخلي.