افغانستان

په یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانیان او ژغورل شوي ټول افغانان دي

اې بي سي نیوز د یوناني چارواکو په حواله ویلي دي چې د دغه هېواد په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانیان او ژوندي پاتې شوي ټول افغانان دي.

دغه کښتۍ چې افغان کډوال پکې سپاره وو، د یونان په ختیځ کې د رودس ټاپو ته نږدې د یونان د ګزمې له یوې کښتۍ څخه د تېښتې پر مهال ډوبه شوه.

د دغه راپور له مخې یوناني چارواکو ویلي چې په دغه پېښې کې اتو تنو ژوند بايللى.

له بلې خوا د یونان ساحلي ګارد د شنبې په ورځ وویل چې ټولټال ۱۸ کډوال چې ۱۲ نارینه، درې ښځې او ۳ کم عمره ماشومان دي چې ټول افغانان دي ژغورل شوي دي. خو د یوناني چارواکو په وینا وژل شوي کسان هم د افغانستان دي.

د يادولو وړ ده، چې د دې پېښې په تړاو دوه ترکي اتباع چې یو یې ۲۳ کلن او بل یې ۱۹ کلن دی، د قاچاقبرانو په توګه نیول شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد زیاته کړې چې دغه کښتۍ په سمندر کې له چپه کېدو وروسته ډوبه شوې ده.

د یوناني چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د دغه هېواد یو شمېر کډوال ټپیان شوي، چې د دغه هېواد په یوه روغتون کې بستر شوي او د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوى دی.

دا په تیره یوه اونۍ کې د کډوالو دوهمه مرګ-ژوبله ده.

تر دې مخکې د کرېټ ټاپو په جنوب کې د کډوالړ یوه کښتۍ د تیرې اونۍ په پای کې ډوبه شوې وه چې په ترڅ کې یې تر ۲۰۰ ډیر کډوال ژغورل شوي وو. خو اوه کډوال مړه او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د حکومت د شمېرو له مخې په روان کال کې دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د تلونکو کډوالو شمېر تر ۶۰ زرو ډېر شوی، چې تر ټولو ډېر یې د افغانستان او سوریايي اتباع دي او ورپسې اریتریایان او فلسطینیان دي.