نړۍ

پاپ فرانسیس پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونه «ظالمانه» وبلل

پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکانو مشر

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس یو ځل بیا پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل او هغه یې «ظالمانه» وبلل.

رویټرز راپور ورکړی چې پاپ فرانسس د کاتولیک کارډینالانو ته د کرسمس کلنۍ وینا چې د واتیکان د بیلابیلو برخو مشري کوي د جمعې په ورځ د اسراییلو هوایی بریدونو ته په اشارې چې په غزه کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه ٢٥ کسان ووژل، پيل کړه

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پاپ فرانسیس هغه وړاندیز غندلی و چې نړیوالې ټولنې ته یې ویلي و چې ایا پر غزې د اسرائیلو پوځي برید «نسل وژنه» ده او که نه.

خو د نړۍ د کاتولیکانو مشر ددشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل: «پرون پر ماشومانو بمباري وشوه. دا ظلم دی.»

ياده دې وي، چې پاپ د رومن کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه چې ۱.۴ ميلیارده پليوني لري، معمولاً په شخړو کې د ښکېل اړخ په طرفدارۍ کې احتیاط کوي. خو په دې وروستیو کې هغه د حماس پر ضد د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په اړه په ښکاره ډول خبرې کړې دي.

پاپ فرانسيس په یوه کتاب کې چې تیره میاشت خپور شو، ويلي چې ځینو نړیوالو کارپوهانو ویلي چې «په غزه کې چې څه پېښیږي د نسل وژنې ځانګړتیاوې لري».

د نتانیاهو د کابینې یو وزیر آمیچای چيکلي د جمعې په ورځ د ایټالوي ورځپاڼې اېل فوګليو لخوا خپور شوي یوه پرانیستي لیک کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پر څرګندونو سختې نیوکې وکړې. ښاغلي چیکلي وویل چې د پاپ څرګندونې د «نسل وژنې کلمې» ته سپکاوی دی.

په ورته وخت کې، د اسراٸیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې د هغو ظلمونو په وړاندې له ځانه د حماس وسله والو «د اسراٸيلي ماشومانو د وژلو په نیت د ماشومانو تر شا پټېږي، ١٠٠ یرغمل يې نیولي او ځوروي يې، دفاع کوي.»

د اسراٸیلو دغه وزارت ویلي چې «له بده مرغه پاپ پرېکړه کړې چې دا ټول له پامه وغورځوي، او زیاته یې کړه چې په جګړه کې د هر بې ګناه کس مړینه یوه غمیزه ده».

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وايي: «اسرائیل د بې ګناه خلکو د زیان د مخنیوي لپاره بې ساري هڅې کوي. په داسې حال کې چې حماس د فلسطین ملکي وګړو ته د زیان رسولو لپاره ډېرې هڅې کوي.»

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د شنبې په ورځ وویل چې د بیت المقدس د کاتولیکانو مشر چې د اسقف کاتوليک په نامه یادیږي د جمعې په ورځ د غزې تړانګې ته د ننوتو هڅه وکړه چې د غزې له کاتولیکانو سره وویني. خو له ننوتو منع شوى دى.