د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاٸي اعلان کړی، چې په دمشق کې د ایران د سفارت سیمه ییز کارکوونکی سید داود بېطرف وژل شوی دی.
دغه سفارت نن (شنبه، د مرغومي لومړۍ) زياته کړې، چې ښاغلی بېطرف د ليندۍ په ۲۵ مه په دمشق کې د هغه په موټر کې د «ترهګرو عناصرو» له خوا د ډزو په پایله کې ووژل شو.
ښاغلي بقايي دې ته په اشارې سره چې د ښاغلي بېطرف مړی په وروستیو ورځو کې موندل او پېژندل شوی او دغه هېواد ته لېږدول شوی دی، د سوریې انتقالي حکومت د دغه برید مسٶل بلل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې هېواد به یې دا مسئله له مختلفو ډیپلوماتیکو او نړیوالو چینلونوله لارې په جدي توګه تعقیب کړي.