د جرمني په ماګد بورګ ښار کې په یوه نادره پېښه کې یو موټر چلوونکی د کرسمس له ګڼې ګوڼې ډک بازار ته په ننوتو لسګونو کسان په موټر وهلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
جرمني چارواکو اعلان وکړ چې موټر چلوونکی د سعودي عربستان یو ډاکټر دى او د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
تر اوسه د دغه عمل انګېزه نه ده معلومه او په اړه یې پلټنې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې خلکو په بازار کې د کرسمس لپاره د تياري نيولو لپاره بازار کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.
دا پېښه په ۲۰۱۶ کال کې د برلین په ښار کې د ورته پېښې یادونه کوي، چې یوه لارۍ د کرسمس په یوه مارکېټ کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه بريد وکړ او ۱۲ کسان یې ووژل.
د جرمني امنیتي چارواکو د کرسمس د رخصتیو په رانژدې کېدو سره د ورته پېښو د مخنیوي لپاره په بازارونو او ګڼې ګوڼې ځایونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.